د امريكا په شمالي او ختيځو سيمو كي سړې هوا ۲۰ كسان وژلي دي.
د هوا سوړوالى، چي تر منفي ۱۷ درجو هم ثبت سوى، په ډیرى زيانمنو سوو ايالتونو كي د پرله پسي درېو ورځو لپاره د ښوونځيو د رخصتېدو سبب سوى دى.
سړه هوا، چي باد هم ورسره ملګرى دى، اوس مهال د امريكا د شمال ختيځو ايالتونو په لور روانه ده او ژر به د ماساچوست ايالت بوسټن ښار ته ورسېږي.
وړاندوينې ښيي، چي راتلونكي اونۍ به هوا بېرته ګرمه سي او د شيكاګو په څېر په يخ ځپلو سيمو كې به مثبت ۱۰ درجو ته ورسیږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون