واشنګټن پوسټ: امریکا باید له خپلو متحدينو مخ وانه ړوي

واشنګټن پوسټ امریکایي ورځپاڼې په خپل یوه مطلب کي لیکلي دي په حساسو شرایطو کي له افغانستان د امریکا وتل به دغه هیواد ته ګواښونه متوجه کړي.
سرچینه کاږي امریکا ته په دې برخه کي بېړه نه ده په کار ځکه که دوی له افغانستان وځي نو ښايي دلته د خلکو زرګونه قربانۍ په نشت شمار سي او وسله والي ډلي د بې نظمۍ یا واک ته د رسیدو هڅه وکړي. په مطلب کي د امریکايي پوځ د پخوانیو کارکوونکو او همکارانو نظرونه اخیستل سوي دي.
دوی ویلي چي افغانانو او امریکایانو په تېره ۱۷ کلنه جګړه کي قربانۍ ورکړي دي او د وسله والو طالبانو پر ضد یې مبارزه کړې ده نو دا هر څه دي بې ارزښته نه ګنل کیږي. ددوی په خبره امریکا ته نه ده په کار چي په افغانستان او عراق کي خپلو متحدانو ته څټ واړوي او له ارزونې پرته عجولانه پرېکړه وکړي.
x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...