روسي رسنۍ روشیا ټوډې د طالبانو د قطر دفتر د ویاند سهیل شاهین له قوله ویلي چي طالبان په افغانستان کي د واک د انحصار غوښتنه نه کوي. د سرچینې په وینا نوموړي ویلي، دوی له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي او څو پوري چي هغوی په افغانستان کي وي دوی به یې پر وړاندې خپلې وسله والې مبارزې ته دوام ورکړي.
سرچینه کاږي چي دوی به د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته د نورو افغانانو په څیر خپل سوله ییز ژوند ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کي ده چي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم نن پر خپل ټویټر د افغان جګړې ختمولو ژمنه کړې او ویلي یې دي چي د افغان سولې په تړاو خبرې په ښه ډول مخته روانې دي او ډېر ژر به یې برخلیک معلوم سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون