د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چي دوی په افغانستان کي د خپلي اوږدې جګړې د ختمولو په هڅه کي دي

هغه د افغانستان په اړه تازه ټویټ کي ویلي چي افغانان له روان ۱۸ کلن تاوتریخوالي ستړي سوي دي او په خپل هیواد کي د سولي هیله لري.
نوموړي دغه راز زیاته کړې چي د سولي خبري په ښه ډول مخته رواني دي او ژر به روښانه سي چي دا خبري کوم لوري ته ځي.
دا په داسي حال کي ده چي د افغان سولي لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د قطر په دوحه کي له طالبانو سره تر وروستۍ لیدنې وروسته ویلي چي په دې خبرو کې پام وړ پرمختګونه سوي دي خو په وینا یې په ځینو مواردو کي لا هم اختلافات سته. هغه زیاته کړې وه چي دوی هیله لري دا خبري په افغانستان کي رواني اوږدې جګړې ته د پای ټکی کښېږدي.
x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...