سالنګ لاره د لویو موټرو پر مخ تړل سوې ده

د سالنګ لویه لار د واورې اورښت له امله د ټیلر موټرونو پر مخ تړل سوې ده.

د یادې لارې د مراقبت او ساتني ریٔس عبدالبصیر حبیبي ویلي چي دا لاره د سختي واورې اورښت او توفان له امله د لویو موټرو پر مخ تړل سوې ده. هغه ویلي چي په یاده سیمه کي تر ۲۵ سانتي مترو پورې واوره سوې ده او لا هم اوري. حبیبي زیاته کړې چي د دوی کارکوونکي د لارې پاکولو ته منتظر دي، د واورې له درېدو سره سم به یې د پاکولو چاري پیل او د لارې له خلاصون وروسته به پرې موټرو ته د تګ راتګ اجازه ورکړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...