راپور: مهتمم صالح
کندهار د هغه ولايتونو له جملي څخه دی، چي زيات شمېر اوسیدونکي يې له تليفون او انټر نيټ څخه استفاده کوي.
اوس ښاريان شکايت کوي، چي په دغه ولايت کي د مخابراتي شبکو کيفيت ټيټ او بیيي يې لوړي دي.
خلک وایي، د مخابراتي شبکو انتنونه د کليو او کورونو په منځ کي ولاړ وي، چي دوی يې له شعاعو څخه په بېلاپیلو ناروغیو اخته سوي او د جنراترونو د ږغ څخه په عذاب سوي دي.
د کندهار د عامي رغتيا رياست د چاپیريالي روغتيا څانکي مسٔول ډاکټر عبدالرحمن هيواد تلويزوين ته وويل، دغه شعاعوي ډېري خطرناکه دي، چي کولای سي د ښځو جينين ته زیان ورسوي او د سرطان د ناروغيو سبب هم ګرځي.
دی وايي، د عامي روغتيا رياست هڅه کوي، چي د مخابرات رياست په مرسته دغه انتونونه د اوسېدو د ځايونو څخه ليري يوسي.
بلخو د کندهار د مخابراتو رياست مسولين وايي، زيات شمېر کسان تليفون کاروي، نو ځکه په کيفيت کي يې تغير راغلی دی او دوی هڅه کوي، چي کيفيت يې لوړ کړي.
په جنوب غرب حوزه کي د افغان ټليکام مرستيال محمد مصطفی اشنا وايي، مخابراتي انتنونه يوازي ۵-۶ متره شعاوي خپروي، نو ځکه يې خطر کم دی.
دا لومړی ځل نه دی، چي د کندهار ولایت اوسیدونکي د مخابراتي شبکو د خدماتو څخه شکايت کوي، له دې مخکي هم د دغه ولايت اوسیدونکو ادعا کول، چي مخابراتي شبکي ورڅخه پیسي غلا کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون