د ډيورنډ فرضي کرښي په اړه؛ امریکایي سناتور غیر مسوولانه څرګندوني کړي دي

امریکايي سناتور لینډسي ګراهم پر ډیورنډ فرضي کرښه د پاکستان له لوري د اغزن تار د لګولو ستاینه کړې. لینډسي ګراهم پاکستان ته په خپل وروستي سفر کي ددې هېواد له چارواکو سره د لیدني پرمهال ویلي، د پاکستان پوځ په اتلس میاشتو کي هغه ستر کار کړی، چي امریکا یې په تېرو اتلسو کلونو کي د تر سره کېدو هیله درلوده.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخي ګراهم ویلي، چي د پاکستان له لوري پر ډیورند کرښه د کټارو لګول یو مثبت اقدام دی.

دا لومړی ځل نه دی چي امریکایي سناتوران د یوې غیر رسمي کرښي په اړه دغه ډول څرګندوني کوي.

تر دې وړاندې هم ځينو سناتورانو او ځينو امریکايي چارواکو د ډيورنډ فرضي کرښي په اړه دغه ډول څرګندوني کړي وې او پر یاده کرښه یې د اقداماتو غوښتنه کړې وه.

ډیورنډ د افغانستان او پاکستان ترمنځ غیر رسمي او فرضي پوله ده چي هیڅ افغان یې په رسمیت نه پېژني، خو پاکستان په دې وروستیو کي پر دغه کرښه اغزن سیم لګول پيل کړي دي او د رسمي پولي په څیر نظامي تاسیسات ورباندي جوړوي.

افغان حکومت که څه هم د پاکستاني پوځ دغه کار غندلی دی، خو په دې اړه یې جدي او د اړتیا وړ غبرګون نه دی ښودلی.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...