په کابل کې د ډنمارک سفیر وایي، هېواد یې د افغانانو په مشرۍ د سولي له رواني پروسې ملاتړ کوي.
د ډنمارک سفیر دا خبرې د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب سره د لیدني پر مهال کړي دي.
د ملي امنیت شورا پر فیسبوک پاڼه د خپرو سویو معلوماتو له مخي په دې لیدنه کي دواړو لوریو پر مشترکو همکاریو په ځانګړې توګه د افغانانو په مشرۍ د سولي بهیر او د دولت جوړوني پر پروسې بحث کړی دی.
سرچینه کاږي، د ډنمارک سفیر له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو د دوام ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، افغانستان کي د سولي او ثبات تامین یوازي د بین الافغاني خبرو له لاري شونی دی او باید طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کښېني. د ډنمارک سفیر زیاته کړې، هېواد يې چمتو دی چي د افغانستان له حکومت سره د سولي بهیر په هر پړاو کي مرسته وکړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون