د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په اسلام اباد کي د امریکا له پخواني سفیر کامرون مونتر سره کتلي دي.
دغه پخواني امریکايي ديپلومات له عمران خان سره په خبرو کي ویلي چي سیمه تر بل هر وخت د افغانستان ثبات او امنیت ته اړتیا لري او ګاونډي هېوادونه باید په دې برخه کي همکاري وکړي.
د پاکستان لومړي وزیر بیا ویلي، چي هغه د پاکستان د اقتصادي ودې لپاره پلانونه لري، خو په افغانستان او سیمه کي د امنیت له تامین پرته دغه پلانونه د عملي کیدو وړ نه دي.
دده په وینا د افغانستان ثبات د ټولي سیمي له اقتصادي پرمختګ سره مرسته کوي.
عمران خان یو ځل بیا ټینګار کړی چي هېواد یې په افغانستان کي د سولي له ټولو هڅو ملاتړ کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون