پاکستان د سولي د خبرو په درشل کي ددغه ډلي یو مهم پخوانی چارواکی نیولی دی

 طالب سرچینو رسنیو ته ویلي چي د پاکستان استخباراتي ادارې د طالبانو د حکومت د حج او اوقافو وزیر حافظ محب الله په پېښور کي نیولی دی. طالبان وايي پاکستان پر دوی د فشار لپاره دغه پخوانی چارواکی نیولی دی. ددغه ډلي سرچینو رسنیو ته ویلي دي، پاکستان هڅه کوي پر طالبانو فشارونه راولي او دغه ډله د فشار له لاري له امریکا سره خبرو ته حاضره کړي نو په همدې لړ کي یې د ځينو کسانو نیول پيل کړي دي. پاکستاني حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
حافظ محب الله داسې مهال په پېښور کي نیول کیږي چي د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو لړۍ په ټپه درېدلي ده او ټاکل سوې چي خلیلزاد تر چین او افغانستان وروسته بیا پاکستان ته سفر وکړي.
x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...