طالب سرچینې امریکا غږ ته ویلي چي له څه مودې راهیسي د طالبانو او امریکا ترمنځ خبري په ټپه ولاړې دي او هېڅ پرمختګ نه دی سوی. دغه سرچیني د نامه نه ښودو په شرط ویلي، وروسته له دې چي په سعودي عربستان کي د طالبانو او امریکا ترمنځ ترسره کېدونکې غونډه لغوه سوه، نو ددواړو ترمنځ خبري په ټپه درېدلي دي او دا لا نه ده په ډاګه سوې چي راتلونکې غونډه به کله او چېرته ترسره کېږي.
طالبانو تېره اونۍ له امریکا سره په جده کي ترسره کېدونکې غونډه لغوه کړه.
دوی وویل، پر طالب استازو فشارونه دي چي باید له افغان حکومت سره خبري وکړي خو دغه ډله یوازي له امریکا سره خبري کوي. امریکا هم هڅه کوي طالبان مخامخ له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر کړي، خو تر دې دمه په دې کار کي بریالي سوي نه دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د وروستۍ څرګندوني په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون