ملا فضل الرحمن چي تل به یې په افغانستان کي روانه جګړه جهاد بلله په نوې مرکه کي ویلي چي طالبان له افغان حکومت سره جګړه کوي، نو خبرې هم باید له دغه حکومت سره وکړي. نوموړي ویلي چي په افغانستان کي روانه جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده نو ځکه طالبانو ته په کار ده، چي له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي.
فضل الرحمن همدا راز د افغان جګړې په اړه له نظر څرګندولو ډډه کړې ده خو وایي چي اوس د جګړې په اړه د فتوا ورکولو وخت نه دی، ځکه دلته رواني جګړې افغانانو ته زیانونه اړولي دي او د ختمولو اړتیا یې ده. فضل الرحمن تر دې وړاندي په افغانستان کي د طالبانو د جګړې ملاتړی و. هغه به ویل روانه جګړه جهاد او طالبانو مشروع دفاع ده. خو اوس یې په نظر کي تغیر راغلی او دغه ډله یې له افغان حکومت سره سولي ته هڅولې ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون