پاکستان د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیري حنا رباني کهر ویلي، پاکستان تر امریکا ګاونډیانو ته ډیره اړتیا لري

د نوموړې په خبره پاکستان باید د امریکا پر ځای له هغو هېوادونو سره اړیکي پراخي او ژوري کړي چي څنګ ته یې پراته دي او اړتیا ورته لري.

د رسنیو د راپورونو له مخي حنا ویلي، پاکستان اوس په داسي یوه وضعیت کي دی چي باید خپل اقتصاد پیاوړی کړي او سوداګرۍ ته زمینه برابره کړي، نو ددې کار لپاره تر هر چا وړاندي ګاونډیانو ته اړتیا لري.

هغه د پاکستان پر اوسني حکومت ږغ کړی چي په سیمه کي د ودي او ښه باور خپلولو لپاره دي پر خپله بهرنۍ پالیسۍ له سره کتنه او له ګاونډیانو سره دي د اړیکو پر ښه کولو غور وکړي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...