د لوګر په ازري ولسوالۍ کي لس زره کیلوګرامه چاودیدونکي توکي او وسلي نیول سوي دي

د لوګر د امنیه قوماندانۍ چارواکي وایي چي تېره ورځ افغان ځانګړو ځواکونو د دغه ولایت په ازري ولسوالۍ کي عملیات ترسره کړي دي.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزي ته وویل چي دغه عملیات د لوګر د ازرې ولسوالۍ په غوګیز سیمه کي د افغان ځواکونو له لوري ترسره سوي چي په ترڅ کي یې د وسلو او مهماتو یوه لویه زیرمه هم کشف سوې ده. احمدزی زیاتوي چي افغان ځواکونو له دې زیرمي څخه لس زره ګیلوګرامه چاودیدونکي توکي، ګڼ شمیر سپکي او درنې وسلي، مهمات او ۵۳۰۰ کیلوګرامه چرس له یوه عراده موټر سره نیولي دي. د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند زیاتوي چي د دغو چاودیدونکو توکو او وسلو په تړاو ۳ درې کسان نیول سوي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...