د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي چي په افغانستان کي یې د امریکايي او ناټو ځواکونو له قومندان سره خبري کړي دي.
د مایک پمپیو په خبرو له سکاټ میلر سره یې په افغانستان کي پر روان وضعیت او همدا راز د سولي پر هڅو بحثونه کړي.
د هغه په خبره ناټو ځواکونه او امریکا په ګډه هڅه کوي چي په افغانستان کي دایمي ثبات او سوله راولي.
هغه زیاته کړې چي له مېلر سره یې د زلمي خلیلزاد پر هڅو هم خبري کړي دي او دواړو لورو ټینګار کړی دی چي د جګړې په ختمولو، ترهګرۍ په ځپلو او د سولي خبري مثبتو پایلو ته رسولو په برخه کي به هڅې ډیر وي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون