رهف محمد القنون، کاناډا ته نن ورسیده. پخپله د کاناډا د بهرنیو چارو وزیره کرسټیا فریلانډ هوایي ډګر ته ورغلې وه او رهف یې “زړه وره کاناډایۍ” یاده کړه.
رهف اتلس کلنه ده. هغه د سعودي عربستان نه کویټ ته د خپلې کورنۍ سره تللې وه.
بیا د هغه ځای نه تایلنډ او د تایلنډ نه کاناډا ته ولاړه. د کاناډا صدارعظم جسټن ټروډیو د جمعې په ورځ ویلي و چې رهف ته پنا ورکوي. د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت څه موده وړاندې د بشري حقونو نه د سرغړاونو په خاطر په سعودي سخت انتقادونه کړي و. کاناډا په جواب کي د کاناډا نه د سعودي ټول محصلین وایستل.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون