د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، چي د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو موده د امریکا له لوري پرحکومت د سیاسي فشار له امله ځنډول سوې ده

 د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره سوې خبرپاڼه کي ویل سوي چي ولسمشر غني او اجراییه ریٔس پر خپل وخت د ولسمشرۍ ټاکنو په ترسره کیدو ټینګار درلود، خو په وینایې د امریکا له فشار وروسته د پریکړي بدلون ته اړ سوي دي. په دې اعلامیه کي ویل سوي چي امریکا د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو تر څنګ هڅه کوي د سولي راتلونکي مذاکرات هم پر خپله ګټه راوڅرخوي او ښایي د ټاکنو د ځنډیو یو علت هم د سولي مذاکرات وي.

په کابل کي د امریکا سفارت دي څرګندونو ته په غبرګون ویلي، د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو پریکړه د سته ستونزو د حل په موخه د کمیسیون له لوري سوې او امریکا د افغانانو پرېکړې ته درناوی لري.

خو اجراییه ریٔس وړمه ورځ یوې ناستي ته د خبرو پرمهال وویل چي د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیو پریکړه د سیاسي ملاحظاتو پراساس نه، بلکي په پارلماني ټاکنو کي د سته ستونزو د تکرار د مخنیوي په هدف سوې ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا ویلي، د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډېو پریکړه د سیاسي ګوندونو په وړاندیز سوې او دوی پر خپل وخت د ټاکنو ترسره کیدو ته ژمن دي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...