د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د امریکايي حکومت د جزوي بندوالي د غځولو حالت ته چمتووالی نیسي، چي ښايي څو کلونه حکومتي بنسټونه بند سي.
دا دریمه اونۍ ده چي د امریکا د حکومت ځینې بنسټونه بند دي.
ټرمپ له دیموکراتو مشرانو سره ناسته کي ویلي، که کانګرس موافقه وکړي او له مکسیکو سره پر پوله د دېوال چارې پیل سي، ښايي بېړنی حالت اعلان سي. نوموړي ټینګار کړی چي د دغه دېوال له تمویل پرته به هیڅ ډول قانوني مسوده لاسلیک نه کړي. ددغه دیوال له جوړېدو سره دیموکراتان ټینګ مخالفت لري. د تیر کال ډیسمبر له ۲۲ مي راهیسي د امریکا د فډرالي ادارې شاوخوا ۸۰۰ زره کارکوونکو تنخاوي نه دي اخیستي. امریکايي استازي هڅه کوي ټرمپ قانع کړي چي تړلي حکومتي بنسټونه پرانیزي او د خلکو تنخواي پري کړي. خو ټرمپ ددغه تړل کیدو ددوام خبرداری ورکړی دی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون