د راپورونو له مخي تاجکستاني سرتیري په یوه لادرکه سوي شپانه پسي ګرځیدل، خو په سیمه کي یې د نشه يي توکو له قاچاق وړونکو سره نښته سوې ده.
تاجکستاني امنیتي ځواکونه ادعا کوي چي دغه قاچاق وړونکي افغانان وو او په ډزو یې یو تاجکستانی عسکر وژلی دی. تاجکستان او افغانستان ۱۳۴۳ کیلومتره شریکه پوله لري چي وخت ناوخت پکښي ورته پېښي رامنځ ته کیږي. هلته د نشه يي توکو قاچاق وړونکي فعال وي او کله ناکله له افغان او تاجکستاني سرتیرو سره اوږدې نښتي هم کوي. افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون