د راپورونو له مخې په تهران کي یو بد او کرکجن بوی خپور سوی دی خو تر اوسه یې اصلي لامل نه دی په ګوته سوی.
په تهران کي په ټولنیزو رسنیو کي په دې اړه سختي ناندرۍ رواني دي.
د تهران اوسېدونکي پر حکومت نیوکه کوي چي د خلکو اندیښنو ته جواب نه وايي او دداسي یوه خطرناک بد بوی په اړه پټه خوله دي چي ټول تهران یې په سر اخیستی دی. ځینو راپورونو ویلي وو، چي ښايي د کانالیزاسیون پایپونه چاودلي او یا غوڅ سوي وي، خو د تهران ښاروالي وایي چي کانالیزاسیون کي ستونزه نسته ده. ایرانی حکومت تر اوسه په دې اړه پټه خوله دی خو د تهران اوسیدونکو ته سخته اندیښنه پیدا سوې ده. د نړیوال بانک د یوې سروې له مخې تهران د ککړو ښارونو په کتار کي راځي، خو دا څرګنده نه ده، چي دغه بوی د تهران له ککړتیا سره اړیکه لري که په دې ښار کي کومه بله ستونزه رامنځ ته سوې ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون