د هند پوځ ویلي چي په کشمیر کي د پاکستاني عسکرو تر ډزو وروسته اوربند مات سو.
ددوی په خبره هوکړه سوې وه، چي دواړه لوري به پر یو بل ډزې نه کوي، خو نن پاکستاني عسکرو پر هندي پوځیانو ډزي کړي دي.
د سرچینې په وینا په برید کي هندي ځواکونو ته تلفات نه دي اوښتي خو د هندي ځواکونو په جوابي برید کي دوه پاکستاني عسکر وژل سوي او څو نور ټپیان دي. پاکستان بیا ادعا کوي چي اوربند هندي لوري مات کړی دی او په ډزو کي یې یو ملکي وګړی هم وژل سوی دی. خو هند دغه ادعا رد کړې ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون