د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پکتیا ولایت، د زرمت ولسوالۍ په صالح خېلو سیمه کي د هوایي برید په نتیجه کي د ملکي خلکو پر مرګ ژوبلي خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې او دا پيښه يې په کلکو ټکو غندلې ده.
په اعلاميه کې راغلي دي چي حامد کرزی د عام ولس پر کورونو هر ډول برید په هر عنوان چي وي بشري ضد جنایت او د انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف عمل بولي او د خلکو په وړاندې د دغه راز ظالمانه کړنو د ژر تر ژره بندیدو غوښتنه کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون