د کندهار د عامي روغتيا رياست مسولين وايي، د دغه ولايت په ۹ ولسیواليو کي کوټه په کوټه د پوليو کمپاين تر سره کيږي، چي اوس مهال یوه ولسوالي پاته ده

راپور: محمد یار مجروح

د عامي روغتیا د کتلوي مافعت امر وايي، د ۲۰۱۸ کال د پوليو کمپاين په دوه ډوله تر سره کيدی، چي په ځينو ولسواليو ۵۰ سلنه کوچنيان واکسین سوي دي.

په افغانستان کي په ۲۰۱۸ ميلادی کال کي د پوليو ۲۱ پيښي ثبت سوي، چي ۱۵ يې يوازي په جنوب غرب حوزه کي دي.

د کندهار ولايت د کتلوي معافیت امر ډاکټر عبدالشکور نصرت وايي، د دغه ولايت په نهه ولسیواليو کي کوټه په کوټه د پوليو کمپاين تر سره کيږي، چي د دې نهه ولسوالیو څخه لا هم یوه د غورک ولسوالي پاته ده.

نصرت وايي، دوی د واکسين کمپاين پر دوه ‌ډوله تر سره کوی، چي یوکور په کور او بل کوټه په کوټه وو، چي د کوټو په کمپاين کي تر ۵۰ سلنه خپل هدف ته رسېدلي دي.

دی وايي، په ځینو ولسواليو کي تر اوسه کمپاين روان دئ او يا به په راتلونکو څو ورځو کي تر سره سي.

بل خوا د کندهار اوسيدونکي وايي، دوی د واکسين په ګټو پوه سوي دي او غواړي خپل کوچنيانو ته واکسين ورکړي.

دوی وايي، هڅه کوي چي هغه خلک هم د واکسين په ګټو خبر کړي، چي خپلو کوچنیانو ته واکسين نه ورکوي.

د روغتیا مسوولین وايي، دوی د خلکو د غوښتنو سره سم د واکسين تر څنګ خلکو ته نور پروګرامونه لکه د اوبو د سيسټم برابرول، د زده کړي زمینه او نور وړاندي کوي، تر څو خلک لیواله سي، چي کوچنيان واکسين کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...