د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، گواښ کړی که د امریکا او مکسیکو ترمنځ په پوله د دیوال جوړولو لپاره پوره بودجه تصویب نه سي حکومت به یې د مکسیکو سره د هیواد جنوبي سرحدونه په بشپړه توگه وتړي.
ټرمپ تیره ورځ په خپل ټویټر لیکلي، که دموکراتان د مکسیکو سره د سرحدي دیوال لپاره د پام وړ بودجه تصویب نه کړي او د هغه په وینا د مهاجرت په هکله خپل د خندا وړ سیاست بدل نکړي، حکومت به اړ سي چي د مکسیکو سره پوله وتړي.
په یو بل ټویټ کي ټرمپ لیکلي چي امریکا په تیرو کلونو کي د نفتا د سوداگریز تړون په خاطر په میلیاردونو ډالر تاوان کړی دی.
په تېرو ورځو کی د امریکا د فدرالي حکومت ځني ادارې د بودجي پر سر د سپیني ماڼۍ او کانگرس ترمنځ د جنجال له امله تړل سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون