د اندونیزیا د اناک کراکاتوا اورشیندي سره نږدې خلکو ته ویل سوي چي له سمندرغاړې لیري اوسي، ځکه ویره سته چي بله سونامي وسي.
د سمندر درنو څپو د سوماترا ټاپو څنډو کي د شنبې په ورځ تر ۲۲۲ کسان ووژل او ۸۴۳ یې ټپیان کړل.
ویل کېږي اورشیندي په سمندر کي ځمکه خوځولي او له امله یې مرګوني سونامي سوې ده.
بندو سړکونو ژغورونکي او مرستندویان له ستونزو سره مخ کړي، خو د هوا له لاري سختو زیانمنو سیمو ته د توکو رسول روان دي.
د اندونیزیا د طبیعي پېښو سره د مقابلي ادارې مشر ویلي، د هواپوهني، اقلیم پوهني او جیو فیزیک سپارښتني دا دي چي خلک باید د اوبو څنډي ته ور نه سي او تر یو وخت پوري دې له سمندرغاړې لیري اوسي.
هغه زیاته کړه، لا هم د یوې بلي سونامي د پیښیدو وېره سته.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون