واشنګتن پوسټ: له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو پریکړه پر ځای او سمه ده

امریکايي واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه مقاله کي لیکلي دي، چي وسله وال طالبان د افغانستان پر ډېره برخه نفوذ لري نو له دغه ډلي سره په جګړه کي نه یوازي چي امریکا ته زیانونه اوړي بلکي ملکي افغانان هم زیانمیدلی سي.

سرچینه کاږي افغان جګړه له نظامي لارو نه بلکي له سیاسي لارو د حل وړ ده او امریکا ته په کار ده، چي له دغه هیواد خپل سرتیري وباسي.

په مطلب کي راځي چي د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به د سولي د خبرو فرصتونه ډیر سي او د زلمي خلیلزاد هڅي به مثبتي پایلي ولري.

ورځپاڼې دا هم ویلي، چي امریکا د ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي لپاره په بشپړه توګه له افغانستان نه وځي بلکي د افغان ځواکونو ملاتړ او د ترهګرو د بیا را ګرځیدو مخنیوی به هم کوي.

واشنګټن پوسټ وایي امریکا باید لا ډېر مخکي د خپلو ځواکونو پر وتلو او د افغان جګړې پر سیاسي حل فکر کړی وای، خو اوس هم دغه اقدام پر ځای دی.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...