د پاکستان فدرالي کابینې د پښتون ژغورني غورځنګ پر دوو غړو محسن داوړ او علي وزیر د سفر بندیز لګولی او د دوی نومونه یې د ممنوع الخروج کسانو په لیست کي اچولي دي.
د غورځنګ دغه دواړه مشران د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي هم دي.
محسن داوړ وايي، داسي ښکاري چي حکومت دغه کار د استخباراتي ادارو په غوښتنه کړی دی.
دده په خبره د پاکستان مرکزي حکومت خپله رایه نه لري او په پاکستان کي ټولي پریکړي د استخباراتي ادارې په لارښوونه کېږي.
بل لورته د پاکستان کورنیو چارو وزیر شهریار اپریدي د ملي اسمبلۍ اړوند کمېټۍ ته ویلي، که د هیواد ادارې وننګول سي، حکومت به له هېڅ ډول اقدام ډډه و نه کړي.
د یادونې وړ ده چي پاکستاني پوځي چارواکي د پښتون ژغورني غورځنګ د مشرانو سیاسي تګلاره نه خوښوي او پر وړاندي یې وخت ناوخت توندي څرګندوني هم کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون