په دوبۍ کي د افغان ميرمنو په نوښت جوړ رسټورانت جايزه ګټلې

د کشمش په نامه د دريو افغان ميرمنو په مشرۍ او نوښت جوړ سوي رستورانټ د غوره رسټورانټ جايزه ګټلې ده.

نوموړي رسټورانټ کال وړاندي د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کي فعاليت پيل کړی دی، دغه درې ميرمني فاطمه رباني،حميرا ناصر ضيا او ايمان ناظمي چي يوه يې د پخواني جهادي مشر استاد برهان الدين رباني لور او دوه نوري د بل پخواني جهادي مشر پير سيد احمد ګيلاني لمسياني دي د نوموړي رسټورانټ چاري رهبري کوي، د رسټورانټ مسوليني وايي چي رسټورانټ يې په تير يوه کال کي ګڼ مينوال پيدا کړي او غوره افغاني خوړو يې په منځني ختيځ کي ښه نوم پيدا کړی دی .
د يادوني وړ ده چي کشمش رسټورانت ته د (بي بي سي د غوره خوړو) کلنۍ جايزه ورکړل سوې ده.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...