د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ، وايي په سوریه کي داعش ماته خوړلې ده نو امریکا ته په کار ده، چي خپل سرتیري له دغه هیواد وباسي.
امریکايي چارواکي هم وايي چي د ټرمپ تر حکم وروسته له سوریې امریکايي پوځيان وباسي.
امریکا په سوریه کې شاوخوا ۲۰۰۰ پوځیان لري چي د داعش په ضد جګړه کي یې برخه اخیسته.
رویټرز خبري آژانس د یوه امریکايي چارواکي له خولي راپور ورکړی چي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکي به په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کي بېرته هیواد ته ستانه سي او د امریکايي سرتېرو بېرته ستنیدل به په راتلونکو ۶۰ نه تر ۱۰۰ ورځو کي بشپړ سي.
تر دې مخکي د امریکا د دفاع وزیر، جیم متیس او نورو لوړپوړو چارواکو په سوریه کي د امریکایي ځواکونو پر حضور ټينګار کړی و.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په سوریه کي د امریکايي ځواکونو حضور بیا غیر قانوني بللی و او ویلي و چي دا مسئله په سوریه کي د سولي پر وړاندي خنډ ګرځي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون