په هلمند کي د ځغاستي سیالۍ ترسره سوې

د مسئولینو په خبره د سې شنبې په ورځ هلمند کي د سرتیرو په ویاړ د ۱۰۰ څخه د زیاتو لوبغاړو ترمنځ د ځغاستي لوبي ترسره سوې، چي پکښي ځوانانو او تنکي ځوانانو ګډون کړی وو.
د ځغاستي دا لوبه په ۱۰۰ متره فاصیله کي کیده، چي سیالۍ یې په دوو کټګوریو ځوانانو او تنکي ځوانانو برخو کي ترسره سوې.
د ځوانانو په کټګورۍ کي شیر احمد لومړی، فضل الحق دوهم او عبدالجلیل بیا دریم مقام خپل کړ، خو د تنکي ځوانانو په برخه کي فیروز لومړی، او پیمان بیا دوهم مقام خپل کړ.
دا سیالۍ د هلمند په کرزي فوټبال لوبغالي کي ترسره سوې، چي لیدلو ته یې د هلمند یو شمېر دولتي چارواکي ورغلي وه.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...