د امریکا ولسمشر په فضا کي د دې هیواد د نظامي عملیاتو د څارني لپاره د فضايي قوماندانۍ د رامنځ ته کولو امر کړی

ډنالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ د یو سند په لاسلیکولو د امریکا د دفاع وزارت ته دنده ورکړه، څو د فضايي عملیاتو د څارني او تنظیم لپاره یو نوی مرکز رامنځ ته کړي چي د پرمختللي ټکنالوژۍ په وسیله په چټکه توګه د کارولو وړ وګرځي او په فضا کي د سټلایټونو او مصنوعي سپوږمکیو په شمول د امریکا د ګټو مؤثره دفاع وکړل سي.دا مرکز د ولسمشر ټرمپ له هغه هدفه چي غواړي یو ځانګړی فضايي ځواک رامنځته کړي جلا ګڼل کېږي، خو ښايي دواړه پروژې په یو لوري حرکت وکړي.

 

د پنس په وینا د دې پروژې تمویل به د امریکا د ۲۰۲۰ مالي کال په بودجه کې شامل سي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...