دوی په هغو بریدونو کي په لاس لرلو تورن دي چي په پایله کي یې ۳۲ پوځیان او دوه ملکیان وژل سوي دي.
د پاکستان د پوځ په اعلامیه کي راغلي، لوی درستیز په عین حال کي د ۲۰ کسانو لپاره چي ادعا کیږي افراطي وسله وال دي، د بند سزا هم تصویب کړې ده.
د اعلامیې له مخي دا کسان پر امنیتي ځواکونو او عیسویانو په بریدونو کي په لاس لرلو تورن پېژندل سوي دي.
پر دوی دغه راز تور دی چي د تعلیمي ادارو په ویجاړولو کي هم لاس لري.
پاکستان د مرګ پر سزا محدودیت په ۲۰۱۴ کال کي وروسته له هغې لرې کړ چي په پېښور کي پر یوه پوځي ښوونځي برید کي تر ۱۵۰ ډېر کسان ووژل سول.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون