د تېرې پنجشنبې په ورځ په امریکا کي یوې محکمي یو نظامي افسر له دې امله مجرم وباله چي په هلمند کي یې په قصدي توګه یو ملکي افغان وژلی دی.
محکمې ویلي چي که پر نوموړي د جرم ټول اړخونه ثابت سي نو ښايي د اعدام سزا ورته واورول سي.
بل پلو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې اړه غبرګون ښودلی دی.
دده په خبره متېو ګلستین یو اتل دی چي یو افغان بم جوړوونکی یې په نښه کړی دی.
هغه ټینګار کړی چي ددغه امریکايي افسر پر دوسیه به له سره کتنه کیږي او که چیري په رښتیا مجرم وګڼل سو، نو د امریکا د قوانینو له مخي به اعدام کیږي.
ټرمپ له دغه امریکايي افسر کلکه دفاع کړې ده او له محکمې یې غوښتي چي د هغه پر دوسیه بیا کتنه وکړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون