یوه پخواني امریکايي ديپلومات ویلي چي د چین او پاکستان اړیکي په دې وروستیو کي مخ په پراخیدو دي او دا به ددې سبب سي چي د پاکستان او امریکا اړیکي نورې هم ترینګلي سي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي ریچارډ اولسن ویلي د چین او امریکا ترمنځ سیالي روانه ده، چي په دې منځ کي بیجینګ ته د اسلام اباد نږدې کېدل به د پاکستان لپاره ښې پایلې و نه لري.
دده په وینا په سیمه کي به د پاکستان دا هڅي د نورو ګډوډیو او اړیکو د ترینګلي کیدو سبب سي.
اولسن همدا راز ویلي چي پاکستان که غواړي له امریکا سره یې اړیکې ښې سي، نو باید طالبان د سولي خبرو ته حاضر کړي.
دده په خبره پاکستان پر طالبانو پوره نفوذ لري او کولای سي دغه ډله له افغان حکومت سره خبرو ته حاضره کړي.
هغه خبرداری ورکړی چي که په افغانستان کي سوله نه وي نو په سیمه کي هېڅ راز اقتصادي او سوداګریزه پروژه نه سي بریالۍ کیدلای.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون