د شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو استازو د پولنډ کاتوویتسا کي له دوه اونۍ ناستي وروسته د اقلیم له بدلون سره د مبارزې په برخه کي د پاریس د تړون عملي کیدو پر څرنګوالي هوکړه کړې.
په دې سره به په ۲۰۱۵ کي د پاریس سوې هوکړه سر له ۲۰۲۰ کال عملي کیږي.
د نړۍ د پياوړي اقتصادي هیواد په توګه امریکا د ډونالډ ټرامپ د واکمنۍ پر مهال اعلان کړی چي د پاریس له هوکړي وځي، خو سره له دې بیا هم امریکا د پولنډ د مذاکراتو وروستی سند یا هوکړه لاسلیک کړې ده.
په دې غونډه کي ګډونوال باور لري چي د کاربن د تولید کچي راټیټولو لپاره به دغه هېوادونه خپلي ژمني عملي کړي.
دوی ویلي چي په دې برخه کي دې راتلونکې غونډه تر ۲۰۲۰ کال مخکي جوړه سي.
د پولنډ په دې ناسته کي هوکړه سوې چي تر ۲۰۳۰ کاله به د ډي اکسید کاربن د تولید کچه راټیټه کړي چي د ځمکي د تودوخي کچه هم کمه سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون