په افغانستان کي د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما ویلي، په کونړ کي د ملکي مرګ ژوبلي راپورونه ورته رسیدلي دي.
سرچینه زیاتوي ددوی د بشري حقونو ځانګړې ډله ددغه بریدونو په اړه څیړنه کوي او معلومات به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړي.
د جمعې په شپه د کونړ په شلتن نومي سیمه کي بهرنیو ځواکونو هوایي بریدونه کړي دي.
د کونړ د ولایتي شورا غړي وايي چي په پېښه کي ۲۰ ملکي وګړي چي ښځي او ماشومان هم پکښي دي وژل سوي دي.
ناټو بیا وايي چي په هوايي برید کي یې ملکیانو ته تلفات نه دي اوښتي.
بلخوا د کونړ والي وايي، چي په پېښه کي ملکي وګړي وژل سوي، خو د مرګ ژوبلي کره شمېره یې نه ده معلومه.
په کونړ کې د ملکي وګړو مرګ ژوبلي سخت غبرګونونه پارولي دي.
بلخوا پر حکومت نیوکه ده، چي د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه پټه خوله دی.
افغان حکومت وايي چي په شلتن کي د عملیاتو موخه د معاویه په نامه د طالبانو یو قومندان و، چي له ده سره یو ځای د القاعده شبکې او طالبانو د ډلي ۳۸ غړي وژل سوي دي.
طالبانو بیا د خپلو کسانو د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون