د حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، کرزی د کونړ په شلتن کي د هوایي بمبارۍ په پایله کي ملکي تلفات په کلکو ټکو غندي او دغه ظالمانه عمل چي د ښځو او ماشومانو په ګډون یې یوشمیر هېوادوال وژلي او ټپیان کړي، د ټولو انساني او اسلامي اصولو او ارزښتونو خلاف عمل بولي.
د سرچینې په وینا په افغانستان کي د جنګ د ختمیدو یوازینۍ لاره د خبرو اترو او تفاهم له لاري سولي ته رسیدل دي.
هغه په دې پېښه کي وژل سوي کسان له تروریزم سره د مبارزې تر عنوان لاندې پیل سوې جګړې قربانیان بللي او د جګړې له ښکېلو غاړو یې غوښتنه کړې چي له جګړو لاس واخلي او د خلکو له ارادې سره سم، سولي ته د رسیدو لپاره کار وکړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون