هدر ناورټ په ملګرو ملتونو کي د امریکا استازې ټاکل سوې

د متحده ایالاتو ولسمشر ددې هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویانده هدر ناورټ په ملګرو ملتونو کي د امریکا استازي ټاکلې ده.

ټرمپ دا علان پرون کنساس ښار ته تر روانېدو مخکي کړی دی.

۴۸ کلنه هدر به چي د ای بي سي او فاکس ټلویزیوني شبکو خبریاله پاته سوې ده، په ملګرو ملتونو کي د نیکي هیلي ځای ناستې سي.

هیلي تیره اکتوبر میاشت کي ویلي وه چي د روان ۲۰۱۸ کال تر پایه به خپله دنده پای ته ورسوي.

هدر په ۲۰۱۷ کال کي د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاندې په توګه وټاکل سوه او هم پروسږکال د ډیپلوماسۍ او عامه چارو لپاره د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله وه.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...