په جاپان کي اووه امریکايي عسکر تري تم سوي دي.
د امریکا پوځ وایي په جاپان کي یې د سمندري ځواکونو دوو الوتکو ټکر کړی دی او له امله یې اووه عسکر لادرکه سوي دي.
امریکا ویلي تر دې دمه دا نه ده په ډاګه سوې چي دغه الوتکي څنګه سره جنګیدلي دي.
د جاپان ددفاع وزارت بیا وایي چي د لادرکه سوو امریکایي عسکرو له ډلي یو یې موندلی دی او د نورو د موندلو لپاره پلټنې روانې دي.
د موندل سوي عسکر روغتیايي وضعیت هم ترینګلی ښودلی سوی دی او دمګړی تر درملني لاندي دی.
د امریکا د سمندري پوځ ادارې ویلي، چي دغه سرتیرو په پوځي تمریناتو کي برخه اخیستې وه او د همدې تمریناتو پر مهال یاده پیښه سوې ده.
سرچینه وايي د سرتېرو د موندلو لپاره عملیات روان دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون