کرملین ویلي چي دواړه ولسمشران به د چهارشنبې په ورځ په مسکو کي په خپله لیدنه کي له ونزوئلا سره په مالي مرسته بحث وکړي.
د ولسمشر پوتین یو همکار یوري یوشاکوف خبریالانو ته ویلي، دواړه مشران به د تیلو او ګازو د پراختیا په برخه کي هم په همکارۍ خبرې وکړي.
یوشاکوف زیاته کړې، مسکو به همدارنګه په ونزوئلا کې د ډیالوګ ملاتړ وکړي.
د سې شنبې په ورځ د ونزوئلا ولسمشر ماډورو پر خپل ټویټر په یو ویډیويي پیغام کي ویلي و چي له پوتین سره د جدي خبرو اترو لپاره روسیي ته ځي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون