د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شهریار افریدي په اسلام اباد کي یوې غونډي ته ویلي چي د طاهر داوړ له کورنۍ سره به مرسته کوي او یو کس ته به کار هم پیدا کوي.
د پاکستان د حکومت تر دغه اعلان مخکي د پاکستان پوځ او د خیبر پښتونخوا حکومت هم د هغه له کورنۍ سره د څلورو ملیونو ډالرو مرستي اعلان کړی دی.
داسي ویل کیږي چي د طاهر داوړ کورنۍ ته به ټولي ١١ ملیونه ډالر ورکول کیږي.
د پاکستان حکومت د طاهر داوړ د قتل د تحقیقاتو لپاره یو پارلماني پلاوی هم ګومارلی دی.
طاهر داوړ د اکتوبر په ٢٦مه له اسلام اباد برمته سوی و او دوه اونۍ وروسته یې مړی مړی وموندل سو.
د پښتونژغورني غورځنګ بیا وویل، چي د هغه په قتل کي د پاکستان حکومت او پوځ ښکیل دی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون