د ایران ولسمشر حسن روحاني یو ځل بیا د هُرمز تنګي د بندولو خبرداری ورکړی دی

له دې تنګي څخه د نړۍ تقریباً درېیمه برخه هغه تیل تیرېږي چي د سمندر له لاري انتقالیږي.

د ایران دولتي ټلوېزېون د سې شنبې په ورځ د ولسمشر حسن روحاني له قوله وویل، که کومه ورځ امریکا پریکړه وکړه چي د ایران د تیلو د صادارتو مخه ونیسي، له فارس خلیج څخه به هیڅ تیل صادر نه‎سي.

حسن روحاني همدارنګه ژمنه کړې چي د امریکا متحده ایالات به د ایران د خامو تیلو د صادراتو مخه ونه نیسي.

هغه مهال چي ولسمشر ټرمپ د ایران او د نړۍ د پیاوړو هیوادونو ترمنځ له اټمي تړونه امریکا و ایستله او خبرداری یې ورکړ چي د ایران د تیلو د صاداراتو مخه به ونیسي، د ایران ولسمشر په ورته توګه د هُرمز تنګي د بندولو خبرداری ورکړی و.

د ایران د قدس ځواک قوماندان جنرال قاسم سلیماني هغه وخت د روحاني د دې خبرداری هرکلی کړی و.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...