والي عبدالقادر اشنا، ویلي چي وسلهوالو طالبانو د صیاد ولسوالۍ پر مرکز حمله کړې وه چي تر سهاره روانه وه.
پهدې حمله کي د صیاد امنیه قوماندان عبدالمالک نظامي او د هغه دوه ساتونکي هم ووژل سول.
والي وویل چي وسلهوالو طالبانو په صیاد کي د ملي اردو یوه او د ملي پولیسو دوه پوستې ونیولي او اور یې ورواچاوه.
د سرپل د والي په وینا، د صیاد ولسوالۍ سقوط به د سرپل امنیت کمزوری کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون