افغانستان ایلیون «XI» لوبډلي مدراس کرکټ لوبډلي ته په تمریناتي لوبه کي ماته ورکړه

دغه سیالۍ د هندوستان د چنای ښار په مرکزي لوبغالي کي ترسره سوه چي د افغانستان په ټاکلو پنځوسو اورونو کي مدراس کرکټ لوبدلي ته ۲۴۱ منډې هدف وټاکه چي افغان توپ وهونکو کي اصغر افغان ۷۶، حشمت شهیدي ۶۳، نورعلي ځدران ۳۹ او رحمت شاه ۳۰ منډي وکړې.

ورپسې د مدراس کرکټ کلب یاد هدف په تعقیب لوبه پیل کړه چي په پنځوسم اوور کي د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۹۴ منډي وکړې او دغه سیالي یې په لوړ توپیر افغان لوبډلي ته وبایلله.

د کرکټ بورډ د وېب‌پاڼې د معلوماتو له مخي په افغان توپ اچوونکو کي افتاب عالم څلور، وقار دوه، رحمت شاه او میروس اشرف یوه یوه وېکټه ترلاسه کړه.

د یادولو وړ ده چي د ۲۰۱۹ میلادي کال نړیوال جام سیالیو ته د چمتوالي په هدف د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله اوس مهال د هندوستان په چنای ښار کي په تمریناتو بوخته ده.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...