فرانسوي پولیسو د فرانسې په پاریس کي له معترضانو سره نښتي کړي دي.
اعتراض کوونکو په دې هیواد کي د مالیاتو د زیاتېدو په وړاندي په اعتراضونو لاس پورې کړی.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر کریسټوف کاسټنر پر خپل ټوېټر لیکلي چي شااوخوا یو نیم زر اعتراض کوونکي د الیزې ماڼۍ شااوخوا راټول سوي وه او له دوی څخه ۶۳ کسان له پولیسو سره د اخ او ډب په خاطر نیول سوي دي. پولیسو د اعتراض کوونکو د خورولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګازه کار اخیستی چي په جواب کي یې معترضانو هم ګوزارونه کړي.
اعتراض کوونکو خبرداری ورکړی چي د فرانسې د حکومت پر ضد به لاریونونو ته دوام ورکړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون