د کندهار د والي وياند عزيزاحمد عزيزي وويل، چي دا پیښه تېره شپه د معروف ولسوالۍ اړوند سيمه کې رامنځته سوې ده.
هغه زياته کړه چي وسله والو طالبانو له دولتي ځواکونو نيولي هاموې موټر له چاودیدونکو توکو ډک کړى و او غوښتل يې چي د زابل د اټغر ولسوالۍ په سرحد کي د ملي اردو پر يوه کنډک د موټربم بريد وکړي.
عزيزي وايي، دغه موټر په خپله پر دوى چاودېدلى او ګڼ شمېر کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
بلخوا د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر وايي چي په دې چاودنه کي ٣٧ وسله وال طالبان وژل سوي او د هغوى ١٥ موټرسايکل هم له منځه تللي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون