د رېښتر په کچه ۷ اعشاریه صفر او ۵ اعشاره ۷ درجو پر له پسې زلزلې نن سهار د امریکا د الاسکا ایالت ځیني سیمې ولړزولي.
د زلزلې له امله د سیمي اوسیدونکي له خپلو کورنو څخه لارو کوڅو ته وتلي او خلکو ته یې د ښار په جنوب کي د پرتو جزیرو د سونامي راتلو ګواښ پېښ کړی.
اسوشېټېډ پرس اژانس وايي، تر دې مهاله هیڅ سونامي نه ده راغلې او نه هم د مرګ ژوبلې په اړه راپور ورکړل سوی دی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون