د هلمند والي محمد یاسین وايي، چي وسله والو طالبانو ته د ایران ساخت وسلې ور رسیږي.
نوموړی وايي، چي له ایرانه د وسلو او چاودېدونکو توکو د لیږد او د بهرنیو وسله والو د تګ راتګ لاري د نیمروز په بهرامچې کي د هلمند هغو شمالي ولسوالیو ته رسیږي چي د وسله والو طالبانو په لاس کي دي.
په همد ې حال کي د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي براین هوک په واشنګټن کې د ایران ساخت راکټونو ټوټې خبریالانو ته ښودلي او ویلي یې دي چي، دا ټوټې افغان ځواکونو په هلمند کي له طالبانو ترلاسه کړي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون