د ناسا یوه سفینه په تیرو شپږو میاشتو کي د لومړي ځل لپاره په مریخ کي ناسته وکړل

د ناسا کارکوونکو پرون هغه مهال د خوښۍ چیغي او نارې وکړې چي د انسایټ «InSight» په نوم له دې سفیني څخه یې د مریخ استوا کرښي ته نژدې پر پراخه ورسو د کښېناستلو زیګنالونه ترلاسه کړل.

له دې یوه دقیقه وروسته انسایټ په یو سیلفي عکس کي د خپل چاپیریال تصویر راواستاوه.

د دې سفینې د استولو هدف د سرې سیاري په ژورو کي دننه تحقیقات او په‌ دې اړه د معلوماتو راټولول دي چي مریخ څنګه جوړه سوه.

ساینس‌پوهان وايي چي انسایټ له اتموسفیر څخه تر غولي پوري واټن په ۷ دقیقو کي وواهه بې له ستونزې کښېناسته.

مریخ له ځمکي ۳۰۱ میلیون مایله لیري دی او سفر یې شپږ میاشتې وخت اخلي.

مریخ ته د انسایټ د استولو ټول لګښت یو میلیارد ډالره و او دا ماموریت به د ځمکي په حساب په دوو کلونو کي چې د مریخ له یو کال سره برابر دی بشپړ سي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...