راپور: محمد یار مجروح
د کندهار د پخواني امنیه قومندان د وژل کیدو نن څلویښت ورځي پوره کیږي.
ستر جنرال عبدالرازق اڅکزی د میزان میاشتي پر ۲۶ نیټه د کندهار ولایت ماڼي کي د یوې لويي غونډي څخه د وتلو په حال کي ووژل سو.
د کندهار دیني عالمان، قومي مشران او د ښوونځیو او دیني مدرسو زده کوونکي د جنرال عبدالرازق پر مقبره راټول سوي او دقران کریم ختمونه کوي.
دوی وايي، ستر جنرال عبدالرازق د ولس لپاره بې ساري خدمتونه کړي وه ځکه د خلکو په زړونو کي دی.
د جنرال عبدالرارزق د وژل کیدو ورسته افغان ولسمشر د کندهار د قومي مشرانو او یو شمیر لوړپوړو دولتي مسؤلینو په خاصه غوښته د کندهار د امنیې قومندانۍ چاري د جنرال عبدالرازق ورور تادین خان اڅکزي ته وسپارلې.
یو شمېر دیني عالمان او عام کسان وايي، د جنرال عبدالرازق پر مقبره يې د قران کریم ختمونه د ټولو شهیدانو روح ته د دعا غوښتولو او افغانستان جوړېدلو په موخه وکړل.
ستر جنرال عبدالرازق چي په جنوب کي دیوه زوړ او مخکښ قومندان په توګه پيژندل کیده د میزان میاشتي پر ۲۶ نیټه د کندهار ولایت ماڼۍ کي د کندهار د والي د یوه ساتونکي له لوري په ډزو کي ووژل سو.
وسلوالو طالبانو ددغه برید مسؤلیت منلی وو.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون